په غزني کې د آلو ګل مشاعر تر سره شوه
په غزني ولایت کې د آلو ګل مشاعره د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري ترسره شوه، چې پکې د حکومتي چارواکو سربېره د هېواد لیکوالانو، شاعرانو، ادیبانو، او ګڼ شمېر ولسي وګړو ګډون کړی و.
په یاده مشاعره کې د اطلاعاتو کلتور وزات د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي وویل، غزني د اسلامي ثقافت مرکز او د لویو شاعرانو او ادیبانو کور دی او دا ډول مشاعرې د شعر او ادبیاتو د پیاوړتیا او په ملي حماسو د نوي نسل روزل دي.
ښاغلي عزیزي زیاته کړه، د اشغال ټغر په ټولېدنه کې د نظامي اتلانو تر څنګ د فرهنګي اتلانو مبارزه هم د قدر وړ ده او د اطلاعاتو او کلتور وزارت ستاسو د دې مبارزې قدرداني کوي.
د یادونې وړ ده چې، د هېواد په زیاترو ولایتونو کې دا ډول کلتوري مېلې او مشاعرې ترسره کیږي چې په غزني کې په لومړي ځل د آلو ګل مشاعره ترسره شوه.
۱۴۴۴/۱۱/۷ هـ ق
۱۴۰۲/۳/۶ هـ ش
