په غزني ولايت کې د سلطان محمود غزنوي ياد غونډه جوړه شوه

wali_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۰ - ۱۱:۵۵
یبلا

 

 تېره شنبې ورځ ۱۴۴۴/۱۰/۸ هـ ق په غزني ولايت کې د سلطان محمود غزنوي د شخصيت او کارنامو د يادونې په موخه د روضې کلي د ټولنيزې شورا په همکارۍ د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په مشرۍ غونډه، جوړه شوه. 
 په جوړه شوې غونډه کې، د اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو آمر مولوي درمحمد فدايي، د روضې د کلي د ټولنيزې شورا رئيس او ځوانانو ګډون کړى و.
د غونډې په پیل کې د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئس ښاغلي نثار خبرې وکړې او ویې ويل، چې دغه رياست  په پام کې لري چې د ولسونو، مشرانو او د ولایت مقام په همکارۍ به په نږدې راتلونکي کې د غزنوي دور د ستر امپراتور سلطان محمود غزنوي د جهادي او سیاسي شخصیت په اړه یوه ستره غونډه ترسره کړي.
 د روضې کلي د ټولنيزې شورا رئيس حاجي عبدالمنان د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست  د دغه اقدام ستاينه وکړه او په دې برخه کې يې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS