په سرپل ولايت کې لسګونه ځوانان د خبريالۍ فن له سیمینار څخه فارغ شول
د سرپل ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو آمريت له لوري د خبريالۍ فن د زده کړې په موخه يو مياشتنى سیمینار جوړ شوى و، چې ۱۲۰ کسانو ته په کې زده کړې ورکړل شوې.
د ياد ولايت د ځوانانو عمومي مدير فيض الله فايز وويل، دغه سیمینار يوه مياشت مخکې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري پيل شوی و، ترڅو ځوانانو ته د خبریالۍ د فن مهارتونه ور زده کړي.
د سرپل ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سرپرست ايام الدين يولداش وويل، چې د وطن پرمختګ او آبادي د ځوانانو په واسطه کیدای شي، دا ډول زده کړې د ځوانانو په روزنه کې مثبت رول لري،مونږ به دا ډول سیمینارونه لا زيات کړو.
د دغه سیمینار دوه تنه ګډون کوونکو سيد محمد او محمد منير د ياد سیمینارپه جوړېدو خوښي وښوده، او ويې ويل: چې دغه سیمینار مونږ ته د خبريالۍ په برخه کې ډير اغيزمن واقع شو.
په پای کې د جوړې شوې غونډې په جريان کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري جوړې شوي تصديق پاڼې په فارغو ځوانانو وويشل شوې.
۱۴۴۴/۷/۱۳ هـ ق
۱۴۰۱/۱۱/۱۵ هـ ش
