په زابل کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د لوستو ځوانانو نوم لیکنه پيل شوه
د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو مدیریت له لوري د لوستو او مسلکي ځوانانو لپاره د کار موندنې په پار د نوم لیکنې پروسه پیل شوه. د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر مولوي عبدالحنان جابر او د ځوانانو چارو عمومي مدیر نيازمحمد زيارمل په دې هکله ډاډ ورکړ چې ياده پروسه د ځوانانو د کارموندنې په برخه کې ښه فرصت دى او د شاجوي ولسوالۍ لوستي ځوانان بايد ګټه ترې واخلي.
د شاجوی ولسوالۍ یو شمېر ځوانانو د دې پروسې په پیل خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې دولت باید د شاجوی ولسوالۍ ځوانانو ته لازمه پاملرنه وکړي.
۱۴۴۴/۱۲/۲۵ هـ ق
۱۴۰۲/۴/۲۲ هـ ش
