په زابل ولایت کې د رسنیو له مسؤلینو سره ناسته تر سره شوه

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۹ - ۱۵:۲۷
.....

نن سه شنبه (۱۴۴۴/۱۰/۱۹هـ ق) د زابل ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي رحمت الله حماد په خپل کاري دفتر کې د محلي رسنیو له مسؤلینو سره وکتل او پر یو لړ مهمو موضوعاتو یې خبرې وکړ.
ښاغلي حماد د رسنیو مسؤلینوته وویل، د افغانستان ا.ا.ا زعیم امیرالمؤمینین شیخ هبة الله اخندزاده حفظ الله د  فرمانونو له مخې چې، یو یې ښځو ته د اسلامي حقوقو ورکړه، همدارنګه د سوالګرو ټولولو او د افغانیو د ترویج او  کارونې په برخه کې دي. تر ولس پورې یې رسول او په دې برخه کې عامه پوهاوی د رسنیو دنده ده.
ښاغلي حماد زیاته کړه،  چې د دې دریو موضوعاتو په برخه کې به محلي راډیو ګانې خپرونې او راپورونه جوړ کړي، تر څو د خلکو د اذهانو په روښانه کولو کې مرسته وکړي.
همدا زار په زابل ولایت کې د سیمه ییزو رسنیو مسؤلینو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له همېشنیو همکاریو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، دوی د اسلامي او افغانۍ قوانینو په رڼا کې ژمن دي چې د هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړي او پر درې واړه موضوعاتو باندې به دوی خپرونې راپورونه جوړ کړي او خلکو ته به د افغانیو ترویج، د ښځو د اسلامي حقونو د ورکړې او د سوالګرۍ د مخینوي او ټولولو په برخه کې پوره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

BACK TO NEWS