په جوزجان کې د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همږغۍ ناسته وشوه

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۰:۲۹
asdf

د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همکارۍ د افغان خبریالانو د خونديتوب کمېټې لخوا د رسنیو له مسؤلینو او خبريالانو سره د همږغۍ ناسته وشوه.
په دې ناسته کې چې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سیف الدین معتصم، د شمال زون لپاره د افغان خبریالانو د خونديتوب کمېټې مسؤل عبداللطیف سهاک، د دولتي او خصوصي رسنیو مسؤلینو په ګډون جوړه شوې وه، د اړیکو د پیاوړتیا لپاره بحث او خبرې وشوې.
مولوي سیف الدین معتصم د اسلامي امارت لاسته راوړنو ته په اشارې وویل: د اسلامي امارت د واکمنېدو وروسته په هېواد کې سرتاسري امنیت ټینګ شوی او په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي، نوموړي زیاته کړه؛ رسنۍ د حکومت او ولس ترمنځ د اړیکو پل او د نظام ژبه ګڼل کېږي، نو اړتیا ده چې د واقعیتونو انعکاس او د هېواد رښتینی انځور وړاندې کړي.
د شمال زون لپاره د افغان خبریالانو د خونديتوب کمېټې مسؤل عبداللطیف سهاک د اطلاعاتو او کلتور ریاست د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ ستاینه وکړه او ویې ویل: د جوزجان دولتي او خصوصي رسنۍ په وخت سره د راپورونو او پروګرامونو وړاندې کولو له لارې د دې ولایت د پېښو په انعکاس او خلکو ته د معلوماتو رسولو کې مهم رول لوبوي.
په دې ناسته کې خبریالانو او د رسنیو مسؤلینو خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل، چې د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور د رئیس له لوري يې د حل کولو ډاډ ورکړل شو.

۱۴۴۶/۶/۲۲ هـ ق
۱۴۰۳/۱۰/۴ هـ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

BACK TO NEWS