په بغلان کې د ګرځندوی صنعت د ودې لپاره هڅې روانې دي

wares_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۶ - ۱۱:۲۰
.....

 

د بغلان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست د کلتور او ګرځندوی آمر وایي، د روان کال په بهير کې څه دپاسه يو ميليون افغانۍ د ګرځندویانو نه راټولې شوې او بانک ته جمع شوې دي.
د کلتور او ګرځندوی آمر مولوي عزت مير حقاني چې د ګرځندوی د نړيوالې ورځې په مناسبت يې د مرکزي بغلان ولسوالۍ له سياحتي سيمو څخه ليدنه وکړه وایي،
سږ کال دغې ادارې د ګرځندوی شرکتونو او د ګرځندوی صنعت ته د فعالیت جوازونو د ورکړې له لارې یو میلیون افغانۍ راټولې کړې او د دولت خزانې ته یې سپارلې دي.
د ښاغلي حقاني په خبره، په روان کال کې څه د پاسه درې زره کورنيو او بهرنيو سيلانيانو د بغلان له سياحتي ځايونو څخه ليدنه کړې او له دې لارې دولت او خلکو ته چې په سياحتي سيمو کې اوسېږي ښه عوايد ترلاسه شوي دي.
ښاغلی حقاني زیاتوي بغلان يو له هغو ولايتونو څخه دی، چې له سياحتي او تاريخي ځايونو څخه ډک دى او سيلانيان کولاى شي په ډاډمنه فضا کې له دغه ولايت څخه ليدنه وکړي.

۱۴۴۵/۳/۱۲ هـ ق
۱۴۰۲/۷/۵ هـ ش

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۲:۲
Background image

هلمند کې (د مطالعې ارزښت) په نوم یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او الرباط فکري او فرهنکي ادارې په ګډې همغږۍ مرکز لښکرګاه عامه کتابتون کې (د مطالعې ارزښت) په نوم ګڼ شمېر زده کوونکو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۵۲
Background image

له وړیا ښوونیزو مرکزونو څخه لسګونه تنه زده کوونکي فارغ شول

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ او پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو اړوند وړیا ښوونیز مرکزونو څخه لسګونه تنه زده کوونکي فارغ شول.
په دې اړه جوړه شویو غونډو کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۳۵
Background image

سرپل کې له فرهنګیانو سره د همغږۍ غونډه او د سیمه‌ ییزو لوبو جشنواره ترسره شوه

سرپل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت له لوري، له فرهنګیانو سره د همغږۍ غونډه او د سیمه‌ ییزو لوبو جشنواره ترسره شوه، چې پکې د خلکو د فرهنګ ریاست رئیس حافظ سیف‌الرحمن. . .

BACK TO NEWS