په بدخشان ولایت کې د کتابونو نندارتون جوړ شو

tawana_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۹:۲۳
asadf

په بدخشان کې د يوه خصوصي کتاب پلورنځي مسوول احمد نبیل قاضي زاده د دغه ولايت د اطلاعاتو او کلتور او پوهنې رياستونو په همغږۍ په ټولنه کې د لوستلو کلتور د دودولو په موخه د سرک په سر د کتابونو نندارتون جوړ کړ.
د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس انجینر ذبیح الله اميري په نندارتون کې د ګډون پر مهال له دا ډول نندارتونونو جوړولو ملاتړ څرګند کړ او ويې ویل: دا ډول نندارتونونه په ټولنه مثبت اغېز کوي، بدخشان د شاعرانو او فرهنګيانو ټاټوبی دی، نوموړي د ياد ولايت په بېلابېلو برخو کې د بدخشان د ادب او کلتور ژوندي ساتلو په موخه د فرهنګيانو له لوري د ادبي او فرهنګي ناستو په جوړولو ټينګار وکړ.
د ياد نندارتون جوړونکي احمد نبیل قاضي زاده وویل: دا نندارتون يې په ټولنه کې د کتاب لوستنې دود عامولو په موخه جوړ کړی دی، چې دوه ورځې به دوام وکړي، خلک په ځانګړي ډول ځوانان کولای شي په دې نندارتون کې له دوه زره ټوکه کتابونو څخه ګټه واخلي.

۱۴۴۶/۴/۱۰ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۲۲ هـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS