په بامیان کې د ځوانانو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۳ - ۱۰:۲۸
....

په بامیانو ولایت کې د ځوانانو نړیواله ورځ ولمانځل شوه، په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د یاد ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس صفي الله رائد، په باميانو کې د يوناما د دفتر مشرې مېرمن سارا ديمول او ځوانانو ګډون درلود.
په پیل کې مېرمن سارا دیمول وویل: د ځوانانو، سیمه ییزو خلکو، علماوو، د دولتي ادارو او بنسټونو د مسؤلینو ترمنځ باید همغږي پیاوړې شي او ځوانانو ته باید تل مثبته انګیزه ورکړل شي. تر څو په خپلو چارو کې لا پرمختګ وکړي.
ورپسې ښاغلي رائد له ټولو ځوانانو وغوښتل چې په خپلو چارو کې ورورولي، او ايماندارۍ او صداقت وکړئ، تر څو د ځوانانو او د ټولنې تر منځ په يووالي کې ښه همغږي او اړيکې رامنځته شي.
د دغه ولایت سیمه ییزې ادارې به په بېلابېلو برخو لکه:  پراختیا، همغږي، اطلاعاتو، سپورت، ښوونې او روزنې، کارموندنې او کلتور کې په خپل ټول توان سره له ځوانانو همکاري کوي.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د ځوانانو په استازولۍ یوه ځوان، د ځوانانو د ورورولۍ او یووالي په ټینګښت کې، ډاډ ورکړ او د ټولنې د ټولو طبقو تر منځ یې د همغږۍ په برخه کې خپل ملاتړ اعلان کړ.

۱۴۴۵/۱/۲۶ هـ ق
۱۴۰۲/۵/۲۱ هـ ش

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۳۹
Background image

د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د خوست او غور ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤلینو د رسنیو له مسولینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
په پیل کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۲:۲
Background image

هلمند کې (د مطالعې ارزښت) په نوم یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او الرباط فکري او فرهنکي ادارې په ګډې همغږۍ مرکز لښکرګاه عامه کتابتون کې (د مطالعې ارزښت) په نوم ګڼ شمېر زده کوونکو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۵۲
Background image

له وړیا ښوونیزو مرکزونو څخه لسګونه تنه زده کوونکي فارغ شول

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ او پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو اړوند وړیا ښوونیز مرکزونو څخه لسګونه تنه زده کوونکي فارغ شول.
په دې اړه جوړه شویو غونډو کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

BACK TO NEWS