په بادغیس کې له سیمه ییزو رسنیو څخه څارنه وشوه
د بادغیس ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د رئيس په مشرۍ یو پلاوي د دې ولایت له ټولو سیمه ییزو رسنیو څخه لیدنه او څارنه وکړه.
د بادغیس د اطلاعاتو او کلتور رئيس اخندزاده مطیع الله متقي وویل: دغه لیدنه د رسنیو د وضعیت ارزولو، د خبریالانو د ستونزو او وړاندیزونو د اورېدو او د رسنیو او اطلاعاتو او کلتور ریاست ترمنځ د همږغۍ د پیاوړتیا په موخه ترسره شوې ده.
نوموړي همداراز د سیمه ییزو رسنیو له مسؤلينو او کارکوونکو سره هم ولیدل او د اطلاع رسونې، عامه پوهاوي او د ټولنې د واقعیتونو د انعکاس په برخه کې يې د رسنیو په ارزښت او اهمیت ټینګار وکړ.
د سیمه ییزو رسنیو مسؤلينو هم خپلې ستونزې، ننګونې او وړاندیزونه شریک کړل، چې د اطلاعاتو او کلتور رئيس د هغوی د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.
۱۴۴۶/۹/۱۹ ق
۱۴۰۳/۱۲/۲۹ ل
