په اطلاعاتو او کلتور وزارت کې د پروپوزل ليکنې روزنيز پروګرام پيل شو

wares_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۴ - ۱۲:۱۰
.....

نن شنبه ( ۱۴۴۵/۵/۱۱ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بشري سرچينو ریاست د ظرفيت لوړولو آمريت له لوري د دغه وزارت اداري کارکوونکو ته د عامه کتابتون په رياست کې د پروپوزل لیکنې پنځه ورځنۍ روز نیز پرو ګرام پیل شو، چې په پيلیزه غونډه کې يې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مالي او اداري معين سعدالدين سعيد، د بشري سرچينو رئيس مولوي احسان الله احسان او یو شمېر نورو اداري مسؤلينو ګډون کړی و.
غونډه د قرآنکريم د مبارکو آياتونو په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې مالي او اداري معين سعدالدين سعید د پرو پوزل ليکنې پر ارزښت خبرې وکړې او له کارمندانو څخه يې و غوښتل چې له دغه ګټور چانس څخه سالمه استفاده وکړئ.
ورپسې د بشري سر چینو رئيس مولوي احسان الله احسان د ياد پرو ګرام د جوړېدو پر ارزښت خبرې و کړې او د پرو پوزل لیکنې پروګرام يې اداري کارمندانو ته اړين وباله او له دوی يې و غوښتل چې د دغه پروګرام پر زده کړه کې هڅه وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۵۵
Background image

هلمند کې لسګونو ځوانانو ته یو ورځنۍ روزنیز سیمینار وړاندې شو

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري په هلمند ښوونيز مرکز کې لسګونو ځوانانو ته د فکري روزنې په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ځوانانو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱۹
Background image

د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو

د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه لسګونو تنو ځوانانو ته د عامه پوهاوي یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اتمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې د کارته نو سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي. . .

BACK TO NEWS