پنجشېر کې له ځوانانو سره ناسته وشوه
د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نصرالله ملک زاده په مشرۍ د دې ولایت یو شمېر ځوانانو سره ناسته وشوه.
په دغه ناسته کې مولوي نصرالله ملک زاده د ځوانانو مسؤلیتونو په اړه هر اړخیزه وینا وکړه او ویې ویل: ځوانان د اسلامي نظام اصلي ساتونکي دي او د ځوانانو ملاتړ او الهي مرستې وه چې ګران هېواد مو له اشغال څخه خلاص شو، ښاغلي ملک زاده له ځوانانو څخه وغوښتل چې په ټولو چارو کې د الله تعالی رضا خپل لومړیتوب وګرځوی او خپل فعالیتونه د اسلامي نظام په چوکاټ کې ترسره کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوان نسل د ملاتړ لپاره بېلابېل ښوونیز مرکزونه فعال کړي دي او دا مهال ګڼ شمېر ځوانان پکې زده کړې کوي.
ورته مهال ځوانانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له ترسره کړیو فعالیتونو څخه خوښي وښوده او ټینګار یې وکړ، چې ځوانانو تل د اسلامي نظام ملاتړ کړی او راتلونکي کې به هم خپلې ژمنې ته وفادار پاتې شي.
۱۴۴۷/۴/۵ هـ ق
