پنجشېر کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۲:۱۸
...

د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په همکارۍ د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او دولتي ادارو ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د ناستې په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نصرالله ملک زاده وویل: په دې ناسته کې د رسنیو ملاتړ، خبریالانو ته د کاري اسانتیاوو برابرولو، اطلاعاتو ته د لاس رسي او د دولتي ادارو او رسنیو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا باندې خبرې وشو.
ښاغلي ملک زاده، د اسلامي نظام د ملاتړ په برخه کې د رسنیو رول مهم یاد کړ او له خبریالانو یې وغوښتل، چې د دقیقې اطلاع رسونې په برخه کې دې د بې پرېتوب اصل مراعات او په مسلکي توګه دې خپل فعالیتونه ترسره کړي.
همدرانګه مولوي ملک زاده زیاته کړه، چې د یووالي ساتلو او د اسلامي امارت د لاسته راوړنو رسنیز کولو په برخه کې ټول باید د اسلامي امارت نشراتي پالیسي مطابق عمل وکړو او ټولنه د روښانتیا په لور دعوت کړو.
د دې ناستې په پای کې د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او دولتي ادارو ویاندویانو خپلې ستونزې، وړاندیزونه او غوښتنې بیان کړې او د لازیاتې همغږۍ د ساتلو پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
۱۴۴۷/۳/۳ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۰
Background image

پکتیا کې د (پکتیا جرګه) په نوم یوې نوې خصوصي راډیو خپلې نشراتي چارې پیل کړې

د پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي چې په مرکز ګردیز کې د (پکتیا جرګه) په نوم یوې نوې خصوصي راډیو د ۸۹.۱ ایف ایم څپو کې خپلې نشراتي چارې پیل کړې.
د مسؤلینو په وینا د اطلاعاتو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۲:۵۲
Background image

کندهار کې د انار‌ګل دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه

د کندهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د انارګل دودیزه کلنۍ مشاعره د اطلاعاتو او فرهنګ محترم وزیر ښاغلي شیخ شیر احمد حقاني په حضور کې ترسره شوه.
په دې مشاعره کې د امارتي ادارو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۲:۶
Background image

سرپل کې د کتاب او مطالعې اړوند روزنیز سیمینار وړاندې شو

د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د اکتید دفتر په همکارۍ د عامه کتابتونونو په تالار کې ۳۰۰ تنو ځوانانو ته د کتاب او مطالعې اړوند علمي او فرهنګي سیمینار وړاندې شو، چې له دغه. . .

BACK TO NEWS