پنجشېر کې د (بامیان) په نوم یوه نوې لرغونې سیمه کشف او ثبت شوه
د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وایي؛ چې د دې ریاست رئیس له مل پلاوي سره د عنابې ولسوالۍ اړوند سیمو ته د (بامیان) په نوم د یوې نوې کشف شوې لرغونې سیمې د ثبتولو په موخه سفر کړی دی.
د مسؤلینو په وینا؛ دغه سیمه د زمانکور په کلي کې موقعیت لري او د سیمې د اوسېدونکو د معلوماتو له مخې، تاریخي مخینه یې د اسلام له دورې وړاندې زمانو ته رسېږي.
د لومړنیو څېړنو له مخې ښيي چې دا ځای د کوشاني دورې یو له نظامي ځایونو څخه وي، چې د ورېښمو لارې او د شمال او جنوب ترمنځ د سوداګریزو کاروانونو د تګ راتګ د امنیت لپاره ترې استفاده کېده.
مسؤلینو زیاته کړه، چې له دې وړاندې هم د پنجشېر درې په بېلابېلو برخو کې ورته لرغونې سیمې کشف او ثبت شوې دي.
د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رئیس ټینګار وکړ، چې د مسلکي څېړنو لپاره اړینه ده، د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د لرغون پېژندونکو یو پلاوی دې سیمې ته واستول شي.
۱۴۴۷/۱۱/۶ هـ ق
