پروان کې د کتاب دوه ورځنی نندارتون جوړ شو

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۱:۸
..

د پروان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند عامه کتابتون له لوري د دې ریاست په انګړ کې د کتاب دوه ورځنی نندارتون د یو شمېر فرهنګیانو، استادانو، زده کوونکو، ځوانانو او د کتاب مینوالو په شتون کې جوړ شو.
دغه نندارتون د مطالعې دود پیاوړتیا، علمي او ادبي سرچینو ته د عامو خلکو د لاس رسي او د کتاب مینوالو د هڅونې په موخه جوړ شوی، په یاد نندارتون کې سلګونه اسلامي، ادبي، تاریخي، روان شناسي، ټکنالوژۍ، سیرت النبي او نور بېلابېل کتابونه نندارې ته ایښودل شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس الحق صدیقي د ټولنې په فکري وده کې د کتاب او مطالعې په ارزښت ټینګار وکړ او د کتاب لوستنې دود د پیاوړتیا په موخه د ښوونیزو او فرهنګي ادارو د لا زیاتو همکاریو غوښتونکی شو.
ګډونوالو د دغه نندارتون جوړولو څخه هرکلی وکړ او د ښوونځیو، ښوونیزو او فرهنګي مرکزونو په کچه د ورته پروګرامونو جوړولو غوښتونکي شول.

۱۴۴۷/۶/۶ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۵۹
Background image

سالنګ ولسوالۍ کې د سیرت النبي(ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او همکارو ادارو په همکارۍ چې په سالنګ ولسوالۍ کې د ۸۰۰ تنو زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوې وه، پایلې يې اعلان او مخکښ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۵۶
Background image

سرپل کې د کتاب او کتاب‌لوستنې د اوونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو

د سرپل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کتاب او کتاب‌لوستنې د اوونۍ د لمانځنې په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو، چې پکې ګڼ شمېر فرهنګيانو، د مطالعې مینه‌والو او ځوانانو ګډون  کړی و.
. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۴۰
Background image

د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټیټیوټ او جرګه رسټورانټ ترمنځ د هوکړه لیک ترڅنګ زده کړیالانو یاد رسټورانټ ته علمي سفر وکړ

چهارشنبه د (۱۴۴۷ هـ ق د ذوالقعدې ۱۹مه) نېټه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت تر چتر لاندې د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست اړوند د ټوریزم او هوټلدارۍ. . .

BACK TO NEWS