پروان کې د خبریالانو د مهارت لوړونې یو ورځنی ښوونیز او فکري سیمینار  جوړ شو

panah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۱۱:۱۸
...

دغه علمي، فکري او د خبریالۍ مهارتونو ښوونیز پروګرام د پروان ولایت مقام، د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د تنویر فکري او کلتوري ادارې په همغږۍ د محلي ادارو د خبریالانو او مطبوعاتي مسؤلینو لپاره د پروان والي او د ادارو یو شمېر مسؤلینو په ګډون په ولایت مقام  د کنفرانس په سالون کې جوړ شو.
د پروان والي مفتي محمد ادریس انوري دغه ښوونیز پروګرام د خبریالانو او مطبوعاتي مسؤلینو د ظرفیت لوړونې  او پرمختګ په برخه کې مهم وګاڼه او ویې ویل چې د دې ډول ښوونیزو پروګراونو په ترسره کولو سره به د حکومتي ادارو مطبوعاتي مسؤلین، خبریالان او د رسنیو مسؤلین د مسلکي او دقیق معلوماتو په وړاندې کولو کې رغنده رول ولوبوي.
د پروان والي ډاډ ورکړ چې د خبریالانو ملاتړ او له دوی سره د زیاتې همغږۍ لپاره د پروان محلي اداره چمتو او همکاره ده.

د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس الحق صدیقي د رسنیو د کار او خبریالانو د هڅو اهمیت په ټولنه کې د ذهنیت جوړونې او افکارو د سمې لارې په ټاکلو کې مهم وباله او د دغو ادارو د فعالیتونو په ښه والي یې ټینګار وکړ.
په دې ښوونیز سیمینار کې یو شمېر ګډون کوونکو د دغه ډول پروګرامونو د جوړولو څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې هغه موضوعات چې په دې سیمینار کې یې زده کړي، هغوی به یې په پام کې ونیسي او پر بنسټ به یې خپل کارونه مخ پر وړاندې ترسره کوي.

۱۴۴۶/۸/۱۲ هـ ق
۱۴۰۳/۱۱/۲۳ هـ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

BACK TO NEWS