ټولې رسنۍ باید حقایق ټولنې ته وړاندې کړي
پورتنۍ څرګندونې د لوګر اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع الله صمیم د خبریالانو خوندیتوب او همغږۍ په غونډه کې په داسې حال کې وکړې، چې د ملي راډیوتلویزیون آمر ضیاءالرحمن ځلاند، د امنیې قوماندانۍ ویاند، د ولایت مقام، امرباالمعروف، د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې، د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې استازو، د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو هم شتون درلود.
ښاغلي صمیم وویل: رسنۍ باید حقایق ټولنې ته وړاندې کړي او د اخلاقي اصولو او د خلکو د غوښتنو په رڼا کې خپلې رسنیزې چارې پر مخ یوسي.
همداراز د رسنیو استازو او خبریالانو په خپل وار سره په خپلو خبرو کې یو لړ ستونزو او وړاندیزونو د شریکولو ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې د ټولنې د غوښتنو مطابق، ټولو رسنیو او خبریالانو خپلې هڅې لا ګړندۍ کړې دي، ترڅو د ټولنې عیني واقعیتونو ته انعکاس ورکړي.
۱۴۴۵/۲/۲۵ هـ ق
۱۴۰۲/۶/۱۹ هـ ش
