ټولنیزې رسنۍ دې داسې مطالب نشر کړي چې د دین او وطن په ګټه وي

wali_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱ - ۱۳:۹
شاتنمکم

 

یادې څرګندونې تېره ورځ د لغمان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي، د هیرو انلاین ټي وي د ۸ مې کلیزې په نمانځغونډه کې وکړې.
ښاغلي رسولي له هیرو ټي وي څخه د مننې ترڅنګ د نورو ټولنیزو رسنیو په کارکوونکو ږغ وکړ، چې له خپلو پاڼو داسې مطالب نشر کړي، چې مثبت پیغام لیږدوي او خلکو ته ګټور وي.
ښاغلي رسولي زیاته کړه، زموږ ولس ډیر کلونه د جنګونو او وژنو خبرونه اورېدلي له دې وروسته باید هره رسنۍ مثبت، ګټور له پرمختګ او خوښیو ډک نشرات وکړي.
ورپسې د ولایت مقام استازي رفیع الله رفیع د هیرو ټي وي له مشر عنایت الله هیرو څخه مننه وکړه، چې په آنلاین بڼه یې خپلو خلکو ته تل مثبت پیغامونه رسولي دي، هغه وویل هیرو له تیرو ۸ کالو راهیسې په آنلاین بڼه نشرات کوي چې تل یې بیلابیلو پیښو ته مثبت انعکاس ورکړی دی.

۱۴۴۴/۸/۲۷ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۲۹ هـ ش

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

BACK TO NEWS