يو شمېر ولايتونو کې د لوحو او تابلوګانو کمېټو غونډې او څارنه ترسره کړه
تېره ورځ په ننګرهار، هلمند، لوګر او يو شمېر نورو ولايتونو کې د لوحو او تابلوګانو د اصلاح کمېټو غونډې او څارنه ترسره کړل.
د هلمند ولايت مرکز لښکرګاه ښار کې د لوحو او تابلوګانو کمېټې د مطبعو له مسؤلينو سره د ناستې په ترڅ کې له دوی وغوښتل چې د لوحو او تبليغاتي اعلاناتو د جوړولو پر وخت ملي او محلي ژبې او اسلامي او افغاني ارزښتونه په پام کې ونيسي.
د ننګرهار ولايت د لوحو او تابلوګانو کمېټې په ښار کې د يو شمېر مارکيټونو له لوحو او تبليغاتي اعلاناتو څخه څارنه ترسره کړه، يادې کمېټې د مارکيټونو او دوکانو مسؤلينو ته د لوحو د سمون په اړه سپارښتنې وکړې.
بل لور ته په لوګر ولايت کې هم د لوحو او تابلوګانو کمېټې د يوې ناستې په ترڅ کې د ټولو اصنافو څخه د لوحو، تابلوګانو او تبليغاتي اعلاناتو د سمون په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
۱۴۴۵/۶/۱۲ هـ ق
۱۴۰۲/۱۰/۴ هـ ش
