واخان کې د شعر شپې په نوم مشاعره ترسره شوه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۹:۱
..

د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د فرهنګ او هنر آمریت له لوري د شعر شپې په نوم مشاعره د فیض آباد ښار، بهارک، جرم، وردوج زیباک، اشکاشم او واخان ولسوالیو لسګونو تنو شاعرانو په شتون کې د واخان ولسوالۍ اړوند پنج کلا سرحدي سیمې کې ترسره شو.
دغه مشاعره د لومړي ځل لپاره د بدخشان ښار څخه په ۲۰۰ کیلومتره لرې فاصلې کې ترسره شوه، چې موخه ترې د مرکز او لرو پرتو سیمو په ځانګړې توګه د هغو لرې پرتو سیمو چې د انټرنیټ او ټولنیزو شبکو ته د لاسرسي څخه محرومې دي، د شاعرانو تر منځ فرهنګي اړیکي جوړول دی.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس انجینر ذبیح الله امیري د شعر د شپې مشاعرې له جوړولو څخه موخه د فرهنګپالانو ترمنځ فکري ورته والي، سولې او پخلاینې فضا دودول یاد کړل او ویې ویل: د تېر برعکس چې د پروګرامونو جوړیدل یوازې د فیض آباد ښار پورې محدود و، دا ځل مو واخان د کلتوري نوښت لپاره غوره کړ.
شاعرانو په دې غونډه کې د یوالي، امنیت، عرفان او د اسلامي نظام څخه د ملاتړ په برخو کې خپل ترتیب کړي شعرونه واورول.

۱۴۴۷/۳/۱۷ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۸
Background image

د (لیلة القدر شهیدان) په نامه د کتاب مخکتنه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د عامه کتابتونونو په تالار کې د قاري شمشاد حذیفه بریا له خوا د لیکل شوي (لیلة القدر شهیدان) کتاب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۶
Background image

د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو نندارتون ترسره شو

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د دغه ولایت د پوهنتون ریاست او د الکوثر فرهنګي او فکري ادارې په ګډو همکاریو، د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۸
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۲۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. . .

BACK TO NEWS