واخان ولسوالۍ کې د دولت او خلکو د ګډو مسؤلیتونو په نوم فرهنګي پروګرام ترسره شو

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۳:۱
.....

د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د (TLO)  موسسې په همکارۍ د دغه ولایت لرې پرته او سرحدي ولسوالۍ واخان کې د دولت او خلکو د ګډو مسؤلیتونو په نوم فرهنګي پروګرام جوړ شو، چې پکې د ځايي ادارو مسؤلینو، د فیض آباد ښار، واخان، زیباک، اشکاشم، شغنان، وردوج او پامیر ولسوالیو سلګونه اوسیدونکو ګډون کړی وو.
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رئیس انجینر ذبیح الله امیري د یاد پروګرام له جوړولو څخه موخه د ولسونو غوښتنې تر امارتي مسؤلینو رسول یاد کړل، نوموړي بدخشان ولایت کې واخان ولسوالۍ یو له لویو او ډېرو ستونزو سره مخ ولسوالۍ وبلله او زیاته یې کړه؛ چې دغه سیمه د ګرځندویانو لپاره زړه راښکوونکي ځایونه لري او د آریایي اقوامو یو له اصلي ځایونو شمېرل کیږي.
ښاغلي امیري زیاته کړه؛ په کلنۍ توګه سلګونه تنه بهرني ګرځندویان د افغانستان دویم ملي پارک چې همدلته واخان کې موقعیت لري، څخه لېدنه کوي، نوموړي له خلکو څخه وغوښتل، چې د وحشي ژویو د ژوند، ځنګلونو، طبیعي اکو سیستم د ساتلو په موخه دولت سره همکار واوسي او د دغه پارک لا پراختیا لپاره هڅې وکړي.
د واخان ولسوالۍ د اوسېدونکو په استازولۍ جمعه خان آزاد وویل: د اسلامي امارت په بیا حاکمیت، د سرحداتو امنیت په پوره توګه قایم شوی دی او د سړکونو جوړولو په ځانګړې توګه د ورېښمو او لوی پامیر سرک جوړولو پروژې ته په اشارې له ځایي حکومت څخه وغوښتل، چې د پراختیایي پروژو په تطبیق کې او د بومي کاري قوې په استخدام کې د بدخشان ولایت اوسېدونکو ته لومړیتوب ورکړي.

۱۴۴۷/۳/۱۶ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۸
Background image

د (لیلة القدر شهیدان) په نامه د کتاب مخکتنه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د عامه کتابتونونو په تالار کې د قاري شمشاد حذیفه بریا له خوا د لیکل شوي (لیلة القدر شهیدان) کتاب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۶
Background image

د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو نندارتون ترسره شو

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د دغه ولایت د پوهنتون ریاست او د الکوثر فرهنګي او فکري ادارې په ګډو همکاریو، د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۸
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۲۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. . .

BACK TO NEWS