هنرستان ریاست کې د فراغت غونډه او د هنري آثارو نندارتون ترسره شو

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۲۰:۴۶
....

نن سه شنبه (۱۴۴۷ ربیع الاول ۱۴۴۷) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معینیت اړوند هنرستان ریاست له لوري د فراغت غونډه او د غلام محمد میمنه ګي هنري ښوونیز مرکز د استادانو او زده کوونکو د هنري آثارو نندارتون ترسره شو.

د فراغت په غونډه کې د وزارت د مقام دفتر رئیس مولوي احسان الله حسان، د هنرستان رئیس، د فیروز کوه موسسې استازي، هنرمندانو، مینیاتورانو، نقاشانو، خطاطانو، استادانو او زده کوونکو ګډون کړی وو.

په پیل کې د هنرستان رئیس مفتي محمد لعل منیب د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل: چې د اسلامي امارت رهبري هنرمندانو ته ځانګړې پاملرنه لري او له دوی څخه ملاتړ کوي، ښاغلي منیب ډاډ ورکړ، چې په نږدې وخت کې به د هنرمندانو ستونزو ته رسېدنه وشي.

د غلام محمد میمنه ګی ښوونیزو مرکز آمر د دغه مرکز تاریخي مخینې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: په دې مرکز کې شاوخوا ۷۰۰ تنه ځوانان زده کړې کوي او ۱۴۸ تنه سږکال ورڅخه فارغ شول.

د غلام محمد میمنه ګی ښوونیزو مرکز د استادانو له جملې یو تن د هنر په اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل: په تېرو کې هنر ته پاملرنه نه کېدله، مګر له نیکمرغه د اسلامي امارت په بیا حاکمیت سره هنر پیاوړی شوی دی او هنر ته ځانګړې توجه شوې ده.

د فارغ شویو ځوانانو په استازوالۍ یو تن د هنرستان ریاست د وړیا زده کړو زمینې برابرولو څخه خوښي وښوده او د نویو ټولګیو د جوړېدلو غوښتونکی شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۲۳
Background image

د پنجشېر اوسېدونکو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان سلګونه نسخې وویشل شوې

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، له لوري د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د خلکو د پوهاوي لوړولو او د اسلامي شریعت خلاف او د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه، د دغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۰
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د اتمې ناحیې د لوحو ارزونه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې کارته نو (ځاځي بازار او سپوږمۍ بازار) سیمو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۶
Background image

د نیمروز والي د رسنيو له مسؤلینو او خبريالانو سره وکتل

د نیمروز والي مولوي عبدالمنان محمود د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبيب‌الله په شتون کې په خپل کاري دفتر کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره وکتل.
د نیمروز والي مولوي عبدالمنان محمود. . .

BACK TO NEWS