هنرستان رياست کې د ( هنر د ورځ په هنداره کې) په نامه د نقاشۍ او خطاطۍ نندارتون پرانيستل شو
چهارشنبه (۲۰ د ذوالقعدې ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معينيت اړوند د هنرستان رياست له لوري په نګارستان آمريت کې د ( هنر د ورځ په هنداره کې) په نامه د خطاطۍ او نقاشۍ نندارتون پرانيستل شو.
د نندارتون د پرانستې په مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مقام د دفتر رئيس، وياند، د پلان او پاليسۍ رئيس، د وزارت مقام مشاور، د هنرستان رئيس، خبريالانو، د رسنيو مسؤلينو، ځوانانو او هنرمندانو ګډون کړی وو.
د هنرستان رئيس مولوي محمد لعل منیب وويل: هنري نندارتونونه جوړول د هنرمندانو د فکر د بيان ذريعه ګرځي او په هنرمندانو کې د هنري ذوق رامنځته کولو لپاره ګټور دي، ښاغلي منیب له هنرمندانو وغوښتل چې خپله انرژي د اسلامي هنري آثارو په جوړولو مصرف کړي، تر څو هنر وده وکړي، نوموړي هنرمندانو ته د هر راز همکارۍ کولو ډاډ ورکړو.
د نګارستان آمر مفتي رفيع الله ناصح وويل:په تېرو شلو کلونو کې هنرمندانو او هنري آثارو ته هيڅ پاملرنه نه وه شوې، خوشبختانه د اسلامي امارت په حاکميت سره هنر او هنرمندانو ته خاصه توجه کيږي، د هنرستان رياست هڅه کوي، چې هنرمندانو ته د هنري آثارو د پنځونې لپاره بهترينه زمينه مساعده کړي.
د پروګرام په پای کې د تياتر ټيم له لوري تمثيلي پارچه وړاندې شوه، چې د ګډون کوونکو د خوښې وړ وګرځيده.
۹/۳/۱۴۰۳/ هـ ل
۲۹/۵/۲۰۲۴ میلادي
