هلمند کې میاشتنۍ مشاعره ترسره شوه

wares_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۸ - ۹:۱۷
....

 تېره ورځ  د هلمند د ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست میاشتنۍ مشاعره د یاد ریاست په تالارکي ترسره شوه چې پکې ددې ریاست د مسؤلینو سربېره، د هلمند پوهنتون مالي او اداري مرستیال ډاکتر سمیع الله سعید د مرکز لشکرګاه او ولسوالیو څخه راغلو شاعرانو او لیکوالانو ګډون درلود.

د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هنري فعالیتونو مدیر د شاعرانو او لیکوالانو څخه وغوښتل، چې همېشه د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره خپلې مشورې، وړاندیزونه او غوښتنې شریکې کړي تر څو په هلمند کي کلتوري فعالیتونه نور هم پیاوړي او معیاري شي.
سمیع الله سعید دشاعرۍ اوشاعر پرارزښت خبري وکړې او وې ویل شاعر په ټولنه کي زیات ارزښت لري ځکه دشعر په ژبه ټولنې ته خدمت او اصلاحي پیغامونه وړاندې کوي،ده له ټولو ګډون والو شاعرانو څخه وغوښته چي خپله شاعري دې د ټولنې د اصلاح په موخه وړاندې کړي.

ورپسې شاعرانو، نعت ویوونکو او ترانه ویوونکو خپل ترتیب شوي شعرونه، ترانې او نعتونه وړاندي کړه او د ګډون والو هنري تنده يې ورباندې خړوبه کړه.

د يادوني وړ ده چي تر دې وړاندي هم د یاد ریاست له لوري ورته مشاعرې ترسره شوي دي او په یو شمېر مشاعرو کي د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري شاعران او لیکوالان ستایل شوي هم دي.
۱۴۴۵/۵۲۳ ھ ق
۱۴۰۲/۹/۱۶ ھ ش

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS