هلمند کې د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

wares_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۴ - ۱۵:۳۱
…

پنجشنبه( ۴ د رمضان ۱۴۴۵) د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د غونډو په تالار کي د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ میاشتنۍ غونډه د اطلاعاتو آمر مولوي شېر محمد وحدت په مشرۍ تر سره شوه.

د اطلاعاتو آمر ښاغلي وحدت د ناستې ګډونوالو ته په خبرو کې وويل: د مياشتنيو غونډو څخه مو هدف له یو بل سره د ستونزو شریکول او همغږي ده، تر څو رسنیو ته د خبر جوړولو برخه کي ستونزه پېښه نشي او په عادي ډول خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړو.

همدا راز نوموړي د (۱۳۵۷ هـ ل د حوت ۲۴ مه) چي د هرات ولایت غیرتي ولسونو د کمونیستي رژیم د ظلمونو پر وړاندي پاڅون وکړ او وروسته د هغوی له لوري ۲۴۰۰۰ زره تنه په شهادت ورسېدل، هر اړ خیز بحث وکړ او دا ورځ یې مهمه وبلله، ترڅو په داسي تاریخي ورځو راپورونه جوړ او نشر شي، نوموړي له خبریالانو څخه د غیر فعاله رسنیو په اړه د معلوماتو غوښتنه وکړه، تر څو په بېرته فعاله کولو کي ور سره هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرسته وکړي.

یو شمېر خبریالانو او د رسنیو مسؤلینو په خپل نوبت سره د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه خوښي وښوده او ويې ویل: د همدې میاشتنیو غونډو له طريقه زموږ مشکلات حل شوي او زموږ او د دولت تر منځ واټن له منځه تللی، دوی د اطلاعاتو کلتور ریاست مسؤلینو ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او ويې ویل: پر شخصي ګټو به ملي ګټو ته لومړیتوب ورکوو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS