هلمند کې بهرنیو سيلانيانو د تاریخي آبداتو څخه لیدنه وکړه 

wali_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۰ - ۱۲:۵
هلمند کې بهرنیو سيلانيانو د تاریخي آبداتو څخه لیدنه وکړه 


 
تېره ورځ د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار ته د جرمني، امریکا، نيوزيلاینډ او سویلي افریقا هېوادونو یولس تنو چي پنځه تنه پکې ښځې وې سفر وکړ. 
یادو سیلانیانو د افغانستان د ډاډمن امنیت ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې افغانستان کې امنیت ددې سبب شوی چې له بهر څخه سیلانیان دې هیواد  ته راځي او د تاریخي سیمو څخه لیدنه کوي. 
د دوی په وینا په اوسني وخت کې د سیاحتي سيلانيانو لپاره تر ټولو ښه وخت دی. ځکه په افغانستان کې سوله او په ټول هېواد کې ډاډمن امنیت رامنځته شوی دی.
د سویلي افریقا څخه راغلي سیلاني (ګینیس ګلیس) وویل: افغانستان د معدنونو  له اړخه شتمن هېواد دی، دوی باید د خپلو ولس او وطن لپاره کار وکړي، تر څو د نورو هېوادونو د ضرورت او احتیاج څخه وژغورل شي. 
همدا راز امریکایي (انډري) وویل: خوشحاله یم چي له خپلو ملګرو سره مې د دغه تاریخي ولایت له بست کلا او له ځینو نورو تاریخي سیمو څخه لیدنه وکړه. 
په ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او ګرځندوی آمر مولوي سلطان محمد حنیف وویل: چې د اسلامي امارت له واکمنیدو څخه تر دې مهاله دې ولایت ته ګڼ شمېر سیلانیان د مختلفو هېوادونو څخه راغلي دي.

۱۴۴۵/۳/۱۶ هـ ق
۱۴۰۲/۷/۹ هـ ش

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱۹
Background image

د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو

د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه لسګونو تنو ځوانانو ته د عامه پوهاوي یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اتمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې د کارته نو سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۲
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو مسئولینو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیې له مسئولینو سره وکتل.
په دې. . .

BACK TO NEWS