هلمند ښوونیز مرکز کې له سلګونو ځوانانو څخه د کمپیوټر په برخه کې ازموینه واخیستل شوه
د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند په ښوونیز مرکز کې له ۶۰۰ ځوانانو څخه د کمپیوټر د وېنډوز پروګرام ازموینه واخیستل شوه.
د یادې ازموینې پر مهال د ځوانانو چارو مدیر مولوي نور الدین آغا، د هلمند ښوونیز مرکز مسؤل عبدالصبور، د همغږۍ مدیر قاري قدرت الله تسل، د ښوونیز مرکز ښوونکو او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون درلود.
د ځوانانو مدیر د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند هلمند د ښوونیز مرکز له مسؤلینو څخه مننه وکړه، چې د هېواد د بچیانو د روزنې لپاره شپه او ورځ هڅه کوي.
همداراز ښاغلي نور الدین آغا له ځوانانو غوښتنه وکړه، چې تعلیم ته مخه کړي او د هېواد په آبادۍ او پر مختګ کې برخه واخلي.
۱۴۴۵/۲/۲۵ هـ ق
۱۴۰۲/۶/۱۹ هـ ش
