هلمند ښوونیز مرکز کې له زده کوونکو وروستۍ ازموینه واخستل شوه
دوشنبه ( ۹ د محرم الحرام ۱۴۴۶ ) د هلمند ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوري هلمند ښوونیز مرکز کې له ۲۴۰ تنو څخه د کمپیوټر او له۲۰ تنو څخه د عربي زده کړو برخه کې وروستۍ آزموینه واخیستل شوه، چې په آزموينه کې د ځوانانو چارو آمر مولوي حیات الله یوسف، د عامه کتابتون عمومي مدیر محسن عمري، ښوونکو او یو شمېر مسؤلینو ګډون درلود.
د ځوانانو چارو آمر ښاغلي یوسف د خبرو پر مهال د هلمند ښوونیز مرکز له استادانو مننه وکړه، چې د هیواد بچیانو لپاره شپه او ورځ هڅې کوي ترڅو د هیواد راتلونکی نسل ښه وروزي.
نوموړي وویل: په یاد ښوونیز مرکز کې مو زده کوونکو ته په مختلفو برخو کې د زده کړو زمينه برابره کړې ده، چې نن مو د کمپیوټر برخه کې د ۲۴۰ تنو زده کوونکو څخه په پاورپواينټ او ورډ برخه کې تر درېیو میاشتو زده کړو وروسته او په عربي برخه کې مو له ۲۰ شلو تنو زده کوونکو څخه تر څلورو میاشتو زده کړو وروسته په شفاف ډول وروستۍ آزموینه واخیسته.
د یاد ښوونیز مرکز زده کوونکو وویل: موږ ته د تجربه لرونکو استادانو له لوري د درېیو میاشتو په موده کې د کمپیوټر د دوه برخو زده کړې را کول شوې، چې نن یې وروستۍ آزموينه وه، ترڅنګ یې د اسلامي امارت د مسؤلینو څخه مننه وکړه، چې د ځوانانو روزلو ته خاصه پاملرنه کوي.
د یادوني وړ ده، چې یاد ښوونیز مر کز همېشه هڅه کوي تر څو افغاني بچیان د تعلیم په ګاڼه سمبال کړي او ټولنې ته يې وړاندې کړي، چې تر اوسه یې سلګونه تنه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.
۱۴۰۳/۴/۲۶ ھ ش
۲۰۲۴/۷/۱۶ ميلادي
