هلمند اطلاعاتو او کلتور ریاست کې مشاعره تر سره شوه
پرون پنجشنبه (۱۴۴۵/۳/۲۰هـ ق) د هلمند ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست په تالار کې میاشتنۍ مشاعره تر سره شوه، چې پکې د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د کلتور او ګرځندوی آمر مولوي سلطان محمد حنیف، د ځوانانو چارو آمر، د هنري فعالیتو مدیر مولوي احمد الله فهیم او د هلمند ولایت شاعرانو او ترانه ویونکو برخه اخیستې وه.
د یادې مشاعرې په پیل کي مولوي سلطان محمد حنیف راغلو شاعرانو او ترانه ویونکو ته ښه راغلاست ووایه او یادونه یې وکړه چي ټول شاعران د دې ټولنې ویاړونه دي چې د شعر په ژبه ټولنه نېکې لارې ته رابولي.
د نومړي په خبره د دې مشاعرې څخه هدف په هلمند ولایت کې د سیمیزو شاعرانو یو له بل سره پېژندل او د شاعرانو تشویقول دي.
ورپسې شاعرانو خپل شعرونه، نعتونه او ترانې په خپل نوبت سره د مشاعرې ګډنوالو ته ور واروولې.
