هرات کې د (نون او نقطه) په نوم د میناتورۍ او نقاشۍ نندارتون جوړ شو

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۹:۳۲
....

هرات کې د لومړي ځل لپاره د افق هنري ډلې له‌ لوري د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همکارۍ د علامه صلاح ‌الدین سلجوقي په تالار کې د (نون او نقطه) په نوم د میناتورۍ او نقاشۍ اثارو نندارتون ترسره شو.
په دې نندارتون کې د نقطې تخنیک او ظریفو هنري نقشونو پر بنسټ جوړ شوي هنري اثار نندارې ته وړاندې شول. 
د نندارتون جوړونکي استاد عبدالجبار ناجي وویل: په دغه نندارتون کې د نقاشۍ، میناتورۍ او نقطه اېښودنې ۲۳۰ لوی او واړه  هنري اثار نندارې ته ایښودل شوي وو، د نندارتون د جوړولو څخه موخه د نقطه اېښودنې اصیل هنر پیژندل او دغه هنر ته د ځوان نسل هڅول دي، ترڅو د هېواد دودیز هنرونه زده او خوندي شي.
ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو وویل: داسې نندارتونونه جوړېدل د ځوانو هنرمندانو د استعدادونو په پیژندلو او د هنرونو د ودې لپاره د مناسبې زمینې په رامنځته کولو کې اغېزمن ګام دی، د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅې کوي، چې د فرهنګي بنسټونو په همکارۍ په هرات کې د هنري نندارتونونو د جوړېدو لپاره نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.
د نندارتون ګډونوالو هنرمندانو وویل: دا ډول نندارتونونه نه یوازې د میناتورۍ او نقطه اېښودنې هنر نورو ته ورپیژني، بلکې ځوانو هنرمندانو ته تجربه، هڅونه او روحيه هم ورکوي او د دودیزو او معاصرو هنرونو په احیا کې مهم رول لري.

۱۴۴۷/۶/۱ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۱
Background image

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مطبعه بیا ځلې فعالېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د قرآن‌کریم لیکلو او د بیهقي کتابونو خپرولو رئیس مفتي عبدالعلیم ځانواک د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۲۵
Background image

د کتاب لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو

د میدان وردګو ولایت په اطلاعاتو او فرهنګ رياست کې د کتاب لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو، چې پکې د ګڼ شمېر سیمه يیزو ادارو مسؤلینو، خبریالانو او د کتاب او مطالعې. . .

BACK TO NEWS