هرات کې د رسنيو د وضعیت د ښه والي په موخه ناسته ترسره شوه

rahim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۶ - ۱۳:۴۰
Herat province

چهارشنبه( ۲۴ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د هرات ولايت په اطلاعاتو او کلتور رياست کې د رسنيو له مسؤلینو سره د رسنيو د وضعیت د ښه والي په موخه ناسته ترسره شوه.

د رسنيو مسؤلينو د رسنيو د ستونزو د بیانولو په وخت وويل: دا مهال د رسنيو یواځينۍ ستونزه اقتصادي ستونزې دي، چې د صنعتي شرکتونو مسؤلين د اعلانونو په ورکولو له دوی سره په دې برخه کې همکاري کولای شي، همداراز يې د اطلاعاتو او کلتور له رئيس څخه وغوښتل تر څو دوی ددی مالي لاسنيوی وکړي.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي احمدالله متقي وويل: ددوی اداره هڅه کوي، تر څو رسنيو او خبریالانو ته د کار او فعالیتونو ښه شرايط برابر کړي، د ا.ا.ا. په هر ډول شرایطو کې له قانون سره سم له رسنیو او خبریالانو څخه ملاتړ کوي.

ښاغلي متقي له دوی څخه وغوښتل چې د کلتوري پروګرامونو په پراختيا او وده کې له اطلاعاتو او کلتور ریاست سره خپله  همکاري نوره هم زياته کړي.

د يادونې وړ ده چې هرات ولایت کې دا مهال ۳۱ غږيزې او تصويري رسنۍ فعاليت کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS