هرات کې د بهزاد نگارستان په نوم هنري نندارتون جوړ شو

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۱۶
...

د هرات اطلاعاتو او کلتور ریاست په همکارۍ د استاد کمال‌الدین بهزاد انسټیټیوټ له لوري د بهزاد نگارستان په نوم هنري نندارتون جوړ شو.
د یاد انسټیټیوټ مسؤلین وایي، چې په دغه اونیز نندارتون کې  د میناتورۍ، خطاطۍ او نقاشۍ ۹۴ هنري آثار نندارې ته وړاندې شول.
د نندارتون جوړوونکو په وینا؛ د دې نندارتون جوړولو څخه موخه د ځوانو هنرمندانو د استعدادونو پیژندنه او د هغوی د خلاقیتونو ښکاره کول دي.
ورته مهال د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د فرهنګ او هنر آمر د دې نندارتون جوړولو څخه د ملاتړ ترڅنګ وویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست تل د ورته هنري پروګرامونو ملاتړ کوي، د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅې کوي، چې ټولنې ته د نقاشۍ، خطاطۍ او مینیاتورۍ په برخو کې هنري ظرفیتونه د پراخو امکاناتو برابرولو او ملاتړ له لارې لا ښه وروپیژني. 
د یادونې وړ ده، چې دا مهال د استاد کمال‌الدین بهزاد انسټیټیوټ کې ۴۰ تنه زده ‌کوونکي د نقاشۍ او خطاطۍ په برخو کې زده‌ کړې کوي او مسوولینو هیله وښوده، چې د دوی د هنري آثارو نندارې سره به نور ځوانان هم د دغه هنرونو لور ته وهڅول شي.

۱۴۴۷/۶/۶ ه‍ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

ګردیز کې د شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوه

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د پوهنې ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همغږۍ مرکز ګردیز کې د خصوصي ښوونځیو شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۳۳
Background image

پکتیا کې هنري سیالۍ ترسره او درې ورځني نندارتون پیل شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د هنرستان ریاست او د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډو همکاریو په دغه ولایت کې د شاوخوا ۱۰۰ تنو هنرمندانو ترمنځ هنري سیالۍ ترسره او د دغو هنرمندانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۶
Background image

د بغلان عامه کتابتون ته ۱۲۰۰ عنوانه کتابونه ډالۍ شول

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند عامه کتابتون ته د ولایت مقام له لوري ۱۲۰۰ ټوکه کتابونه ډالۍ شول.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: دغه کتابونه د. . .

BACK TO NEWS