هرات کې د انګلیسي ژبې نوي ټولګي پيل شول

panah_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۱:۷
..

د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت په وړيا ښوونيز مرکز کې د انګلیسي ژبې د زده کړې نوې دوره د ۱۰۰ څخه زیاتو ځوانانو په ګډون پيل کړه.
د ځوانانو چارو آمر مولوي عبدالمتین عادل د دغو ټولګیو د پرانیستې پر مهال له ځوانانو وغوښتل، چې له تعلیمي فرصتونو څخه ښه ګټه واخلي او خپل مهارتونه لا پیاوړي کړي.
نوموړي زیاته کړه، دا وړیا زده کړې د ځوانانو اړتیاوو ته په کتو د مجربو استادانو تر نظارت لاندې ترسره کېږي.
د دې ښوونيزې دورې ښوونکي وايي: انګلیسي ژبه به په پرمختللي ډول تدریس کړي، ترڅو ګډونوال وکولای شي، په لنډ وخت کې اړین مهارتونه ترلاسه کړي.
د يادونې وړ ده، چې د دې دورې تر څنګ د ځوانانو چارو آمریت په وړيا ښوونيز مرکز کې د کمپیوټر، خوش‌ نويسۍ، لومړنیو مرستو او وینا فن په ګډون نورې تعلیمي دورې هم روانې دي، چې د ځوانانو له پراخ هرکلي سره مخ دي.

۱۴۴۶/۸/۲۳ ق
۱۴۰۳/۱۲/۴ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS