هرات کې د اسلامي خطاطۍ ۱۱۰ بېلابېل هنري اثار نندارې ته وړاندې شول
د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د تیکا دفتر په همکارۍ جوړ شوي نندارتون کې دغه اثار د ترکیې هېواد د مشهور خطاط استاد حسن چلبي د يادولو په موخه نندارې ته وړاندې شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي احمدالله متقي وویل: د افغانستان او ترکیې هېوادونو د هنرمندانو تر منځ د ګډو نندارتونونو جوړول او د دوی هنري آثار معرفي کول د کلتور او هنر په وده کې ګټور اقدام دی.
نوموړي زیاته کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنرمندانو بشپړ ملاتړ کوي او د هغوی د پرمختګ لپاره خپلې هڅې دوامداره ساتي.
په ورته وخت کې یو شمېر هنرمندانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د یاد نندارتون د جوړولو له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه؛ د هنرمندانو آثار د کتاب په بڼه چاپ کولو ته اړتیا ده.
په هرات کې د ترکیې هیواد د تیکا دفتر مشر عرفات دنیز وويل: هڅه کوي، ترڅو د دواړو هېوادونو د ګډو کلتوري ارزښتونو د پیژندلو لپاره نور اړین اقدامات هم ترسره کړي.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسؤلینو په وینا؛ ياد نندارتون څلور ورځې دوام لري، چې د چهارشنبې ورځ د ښځو لپاره ځانګړې شوې ده.
۱۴۴۶/۱۲/۲۷ هـ ق
