نیمروز کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د غوره تطبيق په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو
د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله له لوري د صادر شوي ۱۷مې ګڼې فرمان د ښه تطبيق په موخه د زرنج ښار یو شمېر ځوانانو ته ( د ځوانانو په ژوند کې په خېښۍ او ودونو کې د ناسمو دودونو) په نوم يو ورځنی روزنیز سیمينار ترسره شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مفتي حبیب الله الهام د عاليقدر امیرالمومنین حفظه الله ۱۷ مه ګڼه فرمان چې د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پرمهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په اړه صادر شوی، هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: ناوړه دودونه په ټولنه کې د اختلافاتو او بدو پایلو لامل کېږي، چې باید مخنیوی یې وشي.
ښاغلي الهام د دغه سیمینار موخه د ناوړه دودونو په هکله عامه پوهاوی ورکول یاد کړل او له ځوانانو څخه یې وغوښتل؛ چې د ناوړه دودونو د مخنیوي په اړه ولسونو ته عامه پوهاوی وکړي، ترڅو د ناوړه دودونو مخنیوی وشي.
همدا راز د نیمروز پوهنتون استاد او د سیمینار وړاندې کوونکی پوهنیار محمد حسن مختار له ګډون کوونکو سره د ناوړه دودونو د ټولنیزو، اقتصادي، فرهنګي او رواني بدو اغېزو په اړه هر اړخیز معلومات شریک کړل.
۱۴۴۷/۳/۶ هـ ق
