نيمروز کې فکري، معنوي او فرهنګي سمينار جوړ شو
چهارشنبه ( ۱۱ د محرم الحرام ۱۴۴۶ ) د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤولين وايي: د فرهنګي، فکري او معنوي سمينارونو په لړ کې د ديني مدرسو د طالب العلمانو لپاره د چاپيريال ساتنې تر عنوان لاندې دوهم سيمينار جوړ شو.
د اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو آمر او د سمينار وړاندې کوونکي محمد ظریف يوسفزي د مکي دارالعلوم طالب العلمانو ته د چاپيريال ساتنې او د ټولنې په وړاندې د هېوادوالو د مسؤولیتونو تر سرليک لاندې د هوا ککړتيا،زيانونه، مخنيوي يې او د چاپیریال اړوند نورو موضوعاتو په تړاو معلومات وړاندې کړل.
د ځوانانو چارو آمر مولوي نعمت الله محمدي د ياد سیمینار د جوړېدو په اهمیت، د یاد ریاست د اهدافو او د ځوانانو او طلابو لپاره د پروګرامونو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه؛ چې ځوانان او طالب العلمان باید له شته فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.
د مکي دارالعلوم مسؤل مولوي عبدالباري د ورته سيمينارونو جوړول د ځوانانو او طالب العلمانو د پرمختګ په برخه کې مهم وبلل او د همکارۍ ډاډ يې ورکړ.
په پاې کې د يادې مدرسې د طالب العلمانو لپاره هغه جايزې چې د اطلاعاتو او کلتور رياست له خوا په پام کې نيول شوې وې د پچه اچونې له طریقه د دغه سيمينار ګډونوالو ته ورکړل شوې.
۱۴۰۳/۴/۲۸ ھ ش
۲۰۲۴/۷/۱۸ ميلادي
