نيمروز کې (روژه د قرآن کریم د نزول میاشت) تر سرلیک لاندې مشاعره ترسره شوه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۰:۰
..

د نیمروز اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري (روژه د قرآن کریم د نزول میاشت) تر سرلیک لاندي مشاعره ترسره شوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ په اسلام کې د شعر او شاعرۍ د تاریخ په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: هغه شاعري چې په کې اسلامي ارزښتونه په پام کې نیول شوي وي، ډیره ګټوره او مثمره وي، ځکه چې پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) د ریښتینې شعر او هغو شاعرانو ملاتړ کړی، چې په خپلو شعرونو کې یې د اسلامي ارزښتونو دفاع کړې ده. 
نوموړي له شاعرانو وغوښتل، چې په خپلو شعرونو کې اسلامي ارزښتونه، د امیر اطاعت، د اسلامي نظام استحکام، اخلاص او د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه په پام کې ونیسي، ترڅو خپل دیني او ملي رسالت ادا کړي، د اطلاعاتو او کلتور ریاست د شاعرانو او ادیبانو هر اړخیز ملاتړ ته ژمن دی.
ورته مهال په دغې مشاعرې کې شاعرانو، نعت او ترنم ویونکو خپل چمتو کړي شعرونه هم وړاندې کړل.

۱۴۴۷/۸/۲۹ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

ګردیز کې د شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوه

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د پوهنې ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همغږۍ مرکز ګردیز کې د خصوصي ښوونځیو شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۳۳
Background image

پکتیا کې هنري سیالۍ ترسره او درې ورځني نندارتون پیل شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د هنرستان ریاست او د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډو همکاریو په دغه ولایت کې د شاوخوا ۱۰۰ تنو هنرمندانو ترمنځ هنري سیالۍ ترسره او د دغو هنرمندانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۶
Background image

د بغلان عامه کتابتون ته ۱۲۰۰ عنوانه کتابونه ډالۍ شول

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند عامه کتابتون ته د ولایت مقام له لوري ۱۲۰۰ ټوکه کتابونه ډالۍ شول.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: دغه کتابونه د. . .

BACK TO NEWS