نيمروز کې د اسلامي معلوماتو تر عنوان لاندې تلويزيوني سيالۍ پيل شوې
تېره ورځ نيمروز ولايت کې د اسلامي معلوماتو تر عنوان لاندې تلويزيوني سيالۍ د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور رياست د غونډو په تالار کې د ياد رياست د رئيس مفتي حبیب الله الهام، زده کوونکو او د سيالۍ د ګډونوالو په ګډون سره پيل شوې.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبيبالله الهام د يادې سيالۍ موخه په اسلامي او عقيدتي برخه کې د ځوانانو روزل، هڅول او ددوی د پوهې د کچې لوړول یاد کړل او ويې ويل: د شکر ځای دی چې د يو اسلامي نظام تر چتر لاندې په امنيتي چاپېريال کې ځوانان په بېلابېلو برخو کې سيالۍ ترسره کوي او له ځوانانو څخه يې وغوښتل چې په سياليو کې ګډون وکړي.
د ځوانانو چارو آمر مولوي نعمتالله محمدي وويل: د اطلاعاتو او کلتور رياست له لورې يوځل بيا د ځوانانو د هڅونې او ذهني پياوړتيا په موخه د اسلامي معلوماتو تلويزيوني سيالۍ پيل شوې چې درې ورځې به دوام وکړي، دا سيالۍ د نيمروز د ۱۵ امارتي او خصوصي ښوونځيو ترمنځ چې له هر ښوونځي څخه به ۲۰ تنه زده کوونکي ګډون ولري پيل شوي دي، چې د نن په سيالۍ کې د ترقي خصوصي ښوونځۍ زدکوونکو لومړی، د سيستان ليسې زدکوونکو دوهم او د فرخي ليسې زدکوونکو درېيم مقام ترلاسه کړ، چې د هر مقام ګټونکي ته په ګروپي ډول د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري نغدي جايزې ورکول شوې.
۱۴۴۵/۹/۲۵ هـ ق
۱۴۰۳/۱/۱۶ هـ ل
