نورستان کې له ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه
د نورستان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسؤلينو له لوري د دې ریاست د غونډو په تالار کې د ځوانانو ستونزو د اورېدو، انسجام او کارموندنې لپاره د همغږۍ ناسته وشوه.
د ناستې په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور مولوي سمیع الحق حق بیان ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ زیاته کړه: ځوانان د ټولنې د پرمختګ او بدلون مهم قشر دی، د دوی د انسجام، روزنې او کارموندنې په برخه کې د فرصتونو برابرول زموږ مهم کاري لومړیتوبونه دي او د دوی د ستونزو حل په برخه کې هر اړخیزې همکارۍ ته دوام ورکوو.
همدا راز ځوانانو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مسؤلینو سره شریک کړل او له مسؤلینو یې د پوره همکارۍ غوښتنه وکړه.
ورته مهال د ځوانانو چارو آمر د ځوانانو ستونزو ته په اشاري د یووالي او ګډو هڅو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې وویل: ډېری ځوانان د بیکارۍ له ستونزې سره مخ دي، موږ به په ګډه د کارموندنې او د ځوانانو د وړتیاوو د ودې لپاره عملي لارې چارې لټوو.
۱۴۴۷/۲/۱۰ هـ ق
