نورستان کې له رضاکارو ځوانانو سره مشورتي ناسته ترسره شوه
د نورستان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست د غونډو په تالار کې له رضاکاره ځوانانو سره مشورتي ناسته ترسره شوه، چې په کې د اطلاعاتو اوکلتور رئیس مولوي سميع الحق حق بیان، د ځوانانو چارو آمر محمد شعيب مظلومیار او رضاکارو ځوانانو برخه اخېستې وه.
د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مولوي سميع الحق حق بيان ځوانانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل: د ځوانانو د فکري انسجام، روزنې او کارموندنې په پار له رضاکارو ځوانانو سره د همغږۍ ناسته اړينه ده، ځوانان د ټولنې مهم قشر دی، زموږ ځوانان بايد په اسلامي روحيه سمبال او د ملي فکر څښتنان اوسي.
د ځوانانو چارو آمر محمد شعيب مظلوم يار د رضاکارو ځوانانو د کاري استقامت په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ وويل: د رضاکاره ځوانانو په ډله کې به د مرکز په شمول د هرې ولسوالۍ استازي ګډون لري او له دې وروسته به په ولسواليو کې هم له ځوانانو سره ناستې ترتيبوي، نوموړي زياته کړه؛ ډيری ځوانان به د لوړو زده کړو په موخه پوهنتونونو ته په پوره تخفيف سره معرفي کړي او هم به ورته په ګڼو برخو کې اسانتياوې برابرې کړي.
همداراز د ناستې په ترڅ کې رضاکارو ځوانانو خپلې غوښتنې، وړانديزونه او نظريات شريک کړل او د اطلاعاتو او کلتور رياست له مسولينو يې مننه وکړه، چې د ځوانانو د پرمختګ او روزنې لپاره کار کوي.
۱۴۴۶/۳/۹ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۲۲ هـ ل
