نورستان کې د فکري ویښتیا په موخه ځوانانو ته یو ورځنی سمينار ورکړل شو

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۵:۱۵
fgh

د نورستان ولایت مرکز پارون کې د اطلاعاتو اوکلتور رياست د ځوانانو چارو امریت او حریت نشراتي ادارې په همغږۍ د فکري ویښتیا په موخه ځوانانو ته یو ورځنی سمينار ورکړل شو.
په یاد سمینار کې ځوانانو ته فکري ویښتیا، اسلامي حاکميت، د اسلامي فکر پراخوالی، یووالي او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې شول.
د نورستان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سميع الحق حق بیان د سمینار ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او دغه ډول سمینارونه یې د ځوانانو د فکري سمون لپاره یو ارزښت ناکه ګام یاد کړ،  نوموړي له ځوانانو وغوښتل، چې د نظام د بقاء او پرمختګ لپاره د اسلامي نظام ملاتړ وکړي او په یووالي سره دې د هېواد خدمت وکړي.
همدا راز د سمينار نورو ویناوالو د فکري ویښتیا پر ارزښت او هدفونو مهمې ویناوې وکړې او د دغه ډول سمینارونو جوړول يې اړین وبلل، دوی له ځوانانو څخه غوښتنه وکړه، چې له خپلو استعدادونو څخه په ګټې اخستنې سره په فکري رغونه کې خپل مسووليت ادا کړي.
په سمینار کې ګډونوالو ځوانانو د یاد سمینار په جوړېدو خوښي وښوده او د ورته نورو سمينارونو د جوړولو غوښتنه يې وکړه.

۱۴۴۶/۶/۸ هـ ق
۱۴۰۳/۹/۲۰ هـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS