نورستان کې د امارت پېژندنې کتاب علمي سيالۍ ازموينه واخيستل شوه

wares_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۵ - ۱۵:۵۷
…

پنجشنبه ( ۱۴ ذوالقعده ۱۴۴۵ ) د نورستان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو چارو آمريت له لوري د غربي نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې د امارت پېژندنې کتاب علمي سيالۍ ازموينه واخيستل شوه.

د اطلاعاتو او فرهنګ رياست رئيس مولوي سميع الحق حق بيان وويل: په دې سیالۍ کې ۲۷۹ تنو نوم ليکنه کړې وه چې له ازموينې وروسته به د غوره مقام ګټونکي په مختلفو ډاليو ونازول شي.

 ښاغلي حق بيان زياته کړه؛ له دې سياليو څخه يې موخه د ځوانانو علمي وړتیا لوړونه او فکري رغښت دی.

د يادولو وړ ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د نورستان په مختلفو ولسواليو کې د ځوانانو علمي وړتیا لوړونې په موخه ګڼې سيالۍ ترسره شوي دي.

۱۴۰۳/۳/۳ هـ ل
۲۰۲۴/۵/۲۳ میلادي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

BACK TO NEWS