ننګرهار کې له يو شمېر خصوصي راډيوګانو څخه ليدنه وشوه
د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مولوي ذبيح الله نوراني د اطلاعاتو د آمر په ملتیا له يو شمېر ایف ایم راډيو ګانو (همېشه بهار، نن، دوست اېف اېم، ځوانانو او بېګم) څخه ليدنه وکړه.
مولوي ذبیح الله نوراني د یادو راډیوګانو د نشراتي جدولونو او فعالیتونو د ارزونې ترڅنګ وویل: راډیو د اطلاع رسونې یوه اغېزمنه او مهمه وسیله ده او په وسیله يې کولای شو، چې خلکو ته په اسانه توګه حقایق ورسوو.
نوموړي زیاته کړه؛ هڅه کوو، چې رسنۍ لا پیاوړې کړو، ترڅو ولس ته پر وخت د بېلابېلو اسلامي، تعلیمي، بیارغونې او نور موضوعاتو اړوند عامه پوهاوی او حقایق ولیږدول شي او د اسلامي کلتور په چوکاټ کې د ژورنالیزم له اصولو سره سم خپرونې تنظیم شي.
ښاغلي نوراني همدا راز د راډیوګانو مسؤلینو ته د دوامداره همکارۍ ډاډ هم ورکړ.
د دې لیدنې په لړ کې د یادو راډیوګانو مسؤلینو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له هلو ځلو د مننې تر څنګ د پوره همکارۍ ژمنه وکړه او ويې ویل: د اطلاعاتو او کلتور رياست تل دوی ته د فعالیتونو په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
۱۴۴۶/۱۱/۶ هـ ق
