ننګرهار کې د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو استازي او د اکاډمیکو ادارو مسوولین وستایل شول

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۹:۲۷
q32q4t

د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند عامه کتابتون کې بېوزلو ځوانانو ته د زده کړو د اسانتیاو او لازمو شرایطو د برابرولو په موخه د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو، انسټیټیوټونو او اکاډمیکو ادارو استازو ته ستاینغونډه جوړه شوه.
په جوړه شوې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور رئيس قاري احسان الله ساجد، د علماوو شورا غړی شیخ ریاض الله حقاني، د ننګرهار پوهنتون علمي مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح او د بېلابېلو پوهنتونونو او اکاډمیکو ادارو استازو ګډون کړی وو.
غونډې ته د وينا پرمهال د ځوانانو چارو آمر قاري محمد اصف زهیر وویل: د دې امریت تر چتر لاندې په مختلفو برخو کې د ځوانانو لپاره د زده کړو زمینه سازي شوې، چې له امله یې د بېلابېلو پوهنتونو، انسټیټیوټونو او ښوونیزو ادارو سره د هوکړه لیکونو له لارې سلګونو ځوانانو ته د زده کړو زمینه برابره شوې ده، د خزاني سمستر لپاره یې له زرو زیاتو ځوانانو ته له ۳۰ تر ۷۰ سلنې پورې تخفیف او یو شمېر يې چې ډېر زیات بېوزله وو، په وړیا ډول ښوونيزو مراکزو کې د تعلیم لپاره جذب شوي دي.
د قاري زهیر په وینا راتلونکي کې به دا تړونونه نور هم پسې زیات کړي، څو د بې وزله ځوانانو زده کړې ته لاسرسی اسانه شي.
دغه غونډه کې د ښوونيزو مرکزونو استازو بیا اطلاعاتو او کلتور ریاست ته د ځوانانو روزنې برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او له ځوانانو یې وغوښتل چې له دغو فرصتونو څخه ګټه واخلي.
غونډه کې د پوهنتونونو او اکاډمیکو ادارو استازو او رئيسانو ته چمتو شوي ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

۱۴۴۶/۴/۵ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۱۷ هـ ل

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱۹
Background image

د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو

د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه لسګونو تنو ځوانانو ته د عامه پوهاوي یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اتمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې د کارته نو سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۲
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو مسئولینو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیې له مسئولینو سره وکتل.
په دې. . .

BACK TO NEWS