ننګرهار کې د ولايتي ادارو له وياندويانو سره د همږغۍ ناسته وشوه

tawana_admin
جمعه ۱۴۰۴/۲/۱۲ - ۲۰:۱۴
xcvh

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د رئيس مولوي ذبيح الله نوراني په مشرۍ د يو شمېر ولايتي ادارو له وياندويانو سره د همږغۍ ناسه وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح الله نوراني د امارتي ادارو د ویاندویانو د فعالیتونو ستاينه وکړه او ویې ویل: دا مهال په هېواد کې اسلامي نظام حاکم او ډاډمن امنیت شته، زموږ دنده ده، چې خپل ولس ته په صداقت او ایماندارۍ سره خدمت وکړو او د مغرضو کړیو او رسنیو د ناسمو تبلیغاتو پر وړاندې مبارزه وکړو.
دغه راز نوموړي زیاته کړه؛ د امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم له مخې د حق د لارې مبارزه زموږ ټولو مسؤلیت دی، باید د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د هېواد له ملي ګټو سره ژمنتیا وساتو او دا چې افغانستان د ټولو ګډ کور دی، آبادي او بیارغونه يې هم زموږ ټولو ګډ مسؤلیت دی.
د یادونې وړ ده، چې د ناستې په ترڅ کې د بېلابېلو ادارو ویاندویانو هم د  پرمختګونو، رسنيزو فعالیتونو، ستونزو او نظریاتو اړوند خبرې وکړې.

۱۴۴۶/۱۱/۳ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS