ننګرهار کې د نارنج ګل دوديزه مشاعره ترسره شوه

wali_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱ - ۱۴:۵۸
ییییییییی

 

تېره ورځ د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د جلال آباد ښار د سراج العمارت تاريخي بڼ کې د نارنج ګل دوديزه مېله او مشاعره ترسره شوه، چې پکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت کلتوري معین مولوي عتیق الله عزیزي، د ملي رادیو تلوېزیون رئیس مولوي احمدالله وثیق، د ننګرهار استخباراتو رئیس، په جلال آباد کې د ایران سرقونسل صادق ابادي، حماسي شاعر اکرام الدین مفتون، تنزیه شاعر جهانزیب جوهر سربېره د هېواد مرکز او ولایاتو څخه لیکوالانو، شاعرانو، دولتي ادارو رئیسانو، مسٶلینو او د کوزې پښتونخوا څخه راغليو شاعرانو ګډون کړی و.
مشاعره د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو پیل شوه، ورپسې د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نور محمد حنيف د نارنج ګل مشاعرې په تاريخ او اهميت خبرې وکړې، ویې ویل: په لومړي ځل د نارنج ګل مشاعره په ۱۳۴۴ هـ ش کال په جلال آباد ښار کې د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رياست او د دې سيمې ادبپالو په زیار او نوښت ترسره شوه، چې په هر نظام کې دغه مشاعره پرته له ځنډه لمانځل شوې او ياد یې تازه ساتل شوی.
ورپسې د کوزې پښتونخوا په ګډون د مرکز او د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه راغليو شاعرانو او ترنم کوونکو خپل شعرونه او ترنمونه ګډونوالو ته واورول.
د مشاعرې په ترڅ کې د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رياست د تیاتر ممثلينو او پوهنې ریاست له لوري په زړه پورې تمثيلي پارچې هم نندارې ته وړاندې شوې، چې د خلکو د خوښۍ وړ وګرځېدې.
په وروستیو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت کلتوري معین او د افغانستان ملي راديو تلوېزیون رئیس د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه مننه وکړه، چې د نارنج ګل مشاعره یې په منظم ډول جوړه کړې.
دوی وویل، اسلامي امارت په خپله تېره دوره کې هم د داسې ملي مشاعرې جوړولې او اوس یې هم جوړوي. خوښ یو، چې نن د نارنج ګل مشاعره کې ګډون کوو.
دوی وویل، نارنج ګل د جلال آباد  ښاېست دی او دا مشاعره یې د ننګرهار برم او عزم وباله.
همدا راز د افغانستان ملي رادیو تلوېزیون رئیس له لوري ننګرهار عامه کتابتون ته يو شمېر کتابونه هم ډالۍ شول.

۱۴۴۴/۸/۲۷ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۲۹ هـ ش
 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۲۲
Background image

کاپیسا کې د خصوصي ښوونځي نوښتګر زده کوونکي وستایل شول 

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د یو خصوصي ښوونځي زده کوونکي چې د خطاطۍ او نقاشۍ برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه ترسره کړي دي وستایل شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په دې اړه جوړه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۲:۴۰
Background image

ملي موزیم ته يوه تاريخي توره وسپارل شوه

د پکتیا ولایت د یو تن اوسیدونکي حبیب الرحمن نوري له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معین مولوي عتیق الله عزيزي په شتون کې ملي موزیم ته یوه تاريخي توره وسپارل شوه.
د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۲۸
Background image

د سرپل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته څو جهادي آثارو وسپارل شول

د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ یو تن دلګي‌ مشر مولوي نوراحمد خالد له خوا، د امریکا او متحدینو پر وړاندې د شل کلن اشغال د جهاد دورې دوه لاسي جوړ شوي جهادي آثار، د سرپل د اطلاعاتو او. . .

BACK TO NEWS