ننګرهار کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو د عامه پوهاوي په موخه ولسي غونډه وشوه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۰:۲۸
..

د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د دغه ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه‌ الله د فرامینو او حکمونو د لا ښه پلي کولو او عامه پوهاوي په موخه ولسي غونډه جوړه شوه، چې پکې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسؤلینو ترڅنګ د شېرزادو ولسوال، دیني علما‌ی کرامو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی وو. 
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبيح‌ اللّه نوراني وويل: له کلونو قربانۍ وروسته الله تعالی موږ ته د اسلامي نظام ستر نعمت راکړ، اوس مهال زموږ مسؤليت دی، چې د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه‌ الله د فرامينو او لارښوونو په عملي کولو سره د نظام بنسټونه لا پياوړي کړو، ځکه د دغو فرامينو موخه د ټولنې نېکمرغي، د ناوړه دودونو مخنيوی او د نارينه‌ او ښځو د شرعي حقونو تامين دی.
د شېرزادو ولسوال مولوي مرتضی خالد، د ځوانانو چارو آمر او د غونډې نورو ويناوالو د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه‌ الله د فرامينو په پلي کېدو او د اسلامي نظام په پياوړتيا ټينګار وکړ او ویې ویل: د دغو فرامینو عملي کول پر هر مسلمان واجب دي، دغه فرامين د خلکو د سوکالۍ او د ناوړه دودونو له منځه وړلو په موخه صادر شوي دي، ټولنه کې عدالت پياوړی کوي او بې‌ شمېره خير او برکات لري.
په پای کې د غونډې ګډونوالو ته د اميرالمؤمنين د ۱۷ مه ګڼه فرمان په چاپي بڼه ورکړل شو او ټولو ګډونوالو ژمنه وکړه، چې د دغو لارښوونو د عملي کولو لپاره به د اسلامي امارت تر شا ولاړ وي.

۱۴۴۷/۵/۱۳ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

ګردیز کې د شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوه

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د پوهنې ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همغږۍ مرکز ګردیز کې د خصوصي ښوونځیو شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۳۳
Background image

پکتیا کې هنري سیالۍ ترسره او درې ورځني نندارتون پیل شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د هنرستان ریاست او د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډو همکاریو په دغه ولایت کې د شاوخوا ۱۰۰ تنو هنرمندانو ترمنځ هنري سیالۍ ترسره او د دغو هنرمندانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۶
Background image

د بغلان عامه کتابتون ته ۱۲۰۰ عنوانه کتابونه ډالۍ شول

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند عامه کتابتون ته د ولایت مقام له لوري ۱۲۰۰ ټوکه کتابونه ډالۍ شول.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: دغه کتابونه د. . .

BACK TO NEWS