ننګرهار کې د سیکارام مشاعره په شانداره مراسمو سره ترسره شوه

rahim_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۰:۴
Jalalabad

شنبه ۱۸( د شوال المکرم ۱۴۴۵) د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او سپين غر ځوانانو ټولنې له لوري پچیراګام ولسوالۍ کې د سیکارام مشاعره جوړه شوې وه، چې پکې د یادې ولسوالۍ د زرګونو کسانو ترڅنګ د کوزې پښتونخوا او یو شمېر ولایاتو څخه ګڼ شمېر د شعر او ادب مینه والو برخه اخیستې وه.

مشاعره د لوړو زده کړو وزارت معین دکتور لطف الله خیرخواه په لنډه وینا او شعر ویلو رسماً پیل شوه.

ښاغلي خيرخواه په خپلو خبر کې وویل: د شکر ځای دی، چې د امنیت په فضاء کې په یوه لرې پرته ولسوالۍ کې ګن ځوانان او د شعر او ادب مینه وال په مشاعره کې ګډون کوي.

نوموړي زياته کړه؛ له نن څخه څه د پاسه څلور لسیزې وړاندې د ثور په ۷ مه ګران هېواد لپاره یوه بده ورځ وه او د روس پلوه غلامانو له لوري د روسانو راتګ ته لاره هواره شوه، خو له نېکه مرغه زموږ د مجاهد ملت د کلک مقاومت او قربانیو په پایله کې په ۱۳۷۱ کال کې کمونستي نظام ړنګ شو.

د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري احسان الله ساجد وویل: د سیکارام ولسي مشاعره د لسو کلونو راهیسې هر کال د پسرلي په موسم کې جوړېږي، چې سږ کال مو د ثور ۸ مه او دغه مشاعره یوځای جوړه او ونمانځل.

ښاغلي ساجد مشاعرې د شعر او ادب د پرمختګ لپاره ګټورې وبللې.

د یادونې وړ ده چې په دې مشاعره کې د کوزې پښتونخوا او ګڼو نورو شاعرانو خپل برابر شوي شعرونه او ترانې ګډونوالو ته واورول، چې د نعره تکبیر په ولولو بدرګه کېدل.


۲۰۲۴/۴/۲۷ میلادي
۱۴۰۳/۲/۸ هــ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS