ناشرانو، مؤلفانو، کتاب پلورونکو او فوتو کاپي مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه
د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د دې ولایت له ناشرانو، مؤلفانو، کتاب پلورونکو او فوتو کاپي مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي حبیب الله مجاهد د غونډې ګډونوالو ته وویل: هر کتاب باید تر چاپ وړاندې د کتاب ارزونې کمیسیون ته وړاندې شي، هر مۇلف او ناشر باید کتاب ته د اطلاعاتو او کلتور وزرات د څخه د (ISBN) شمیره واخلي، ترڅو په راتلونکي کې د کتابونو د چاپ او خپرولو لړۍ اصولي، منظمه او د مؤلف او لیکوال حقوق خوندي او د غیرقانوني کړنو مخه ونېول شي.
دغه راز د اطلاعاتو آمر وویل: د کتاب ارزونې کمیسیون د ناشرانو او مؤلفانو د حقوقو ساتنې په موخه جوړ شوی دی، ترڅو د کتاب د غیر قانوني چاپ او نشر مخنیوی وشي، د اطلاعاتو آمر له ټولو ناشرانو، مؤلفانو، کتاب پلورونکو او فوتو کاپي مسؤلینو څخه وغوښتل، چې د کتاب د چاپ او خپراوي اصول په پوره توګه عملي کړي.
د غونډې په لړ کې ناشرانو، مؤلفانو، کتاب پلورونکو او د فوتو کاپي مسؤلینو د غونډې له جوړولو خوښي وښوده او د ناشرانو او مولفانو د حقوقو ساتنې په برخه کې يې د پوره همکاریو ډاد څرګند کړ.
۱۴۴۷/۶/۳ هـ ق
