میدان وردګو کې د ناوړه دودونو د له منځه وړلو په موخه ستره ولسي غونډه ترسره شوه
د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست او خلکو غږ مؤسسې په همغږۍ مرکز میدان ښار کې (د ناوړه دودونو او رواجونو مخنیوی د ولس او امارت ګډ مسؤولیت) تر عنوان لاندې لویه ولسي غونډه ترسره شوه.
یاده غونډه کې د میدان وردګو والي قاري بختیار معاذ، د علماؤ شورا رئیس شیخ عبدالهادي فضلي، د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، سلګونه ځوانانو او قومي مخورو ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي حبیب الله مجاهد ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: ناوړه او غیرشرعي رواجونه هغه څه دي، چې زمونږ ټولنه کې د اقتصادي ستونزو، د ځوانانو د مهاجرتونو اوګڼو نورو بدبختیو سبب شوي، چې د دغه بدبختیو له منځه وړلو په موخه امیرالمؤمنین حفظه الله فرمان هم صادرکړی، باید هڅه وکړو، چې په ګډه دا ناوړه رواجونه ختم کړو.
د غونډې نورو ګډونوالو او مسؤلينو هم د ناوړه دودونو د ټولنیزو، فرهنګي او اقتصادي زیانونو په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې د دغه منفي میراث له منځه وړل یوازې د امارت کار نه دی، بلکې ولسي همکاریو ته بې سارې اړتیا لري، دوی له قومي مشرانو وغوښتل، چې د ناوړه دودونو د مخنيوي په هکله د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان د تطبيق په اړه له اسلامي امارت سره پوره همکاري وکړي.
قومي مشرانو په یاده برخه کې د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه، چې په یادو برخوکې به پوره همکاري کوي.
۱۴۴۷/۱/۱۴ هـ ق
